د افغانستان ا.ا د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټینګار کړی دی چې ښځينه نطاقانې باید د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي. د یاد وزارت ویاند ویلي چې ښځینه تلویزیوني ویندویانې مکلفې دي چې د خپرونو او خبرونو د وړاندې کولو پر مهال له ماسک څخه ګټه واخلي. هغه زیاته کړې ده چې دا پرېکړه پرېکنده ده، بحث او مخالفت پکې ځای نه لري. اطلاعات او کلتور وزارت هم د دغه وزارت پرېکړه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې پرېکړې هرکلی کوي. د یادونې ده چې یو ځل وړاندې هم په دې اړه رسنیو ته ځینې سپارښتنې رسېدلې وې خو وزارت په رسمي ډول څه نه و ویلي.
































