پاکستان له امریکا غوښتي چې د افغانستان له مسئلې پرته له دوی سره ښې اړیکې ولري. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر بلاول بوټو په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له امریکا سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي. دده په وینا پاکستان په دې تمه دی چې امریکا هم له دوی سره ښې اړیکې ولري.
بوټو ویلي چې په تېر کې د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان پر سر خرابې شوې دي نو ځکه ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان له مسئلې پرته د دواړو ترمنځ پراخې اړیکې موجودې وي. پاکستان داسې مهال د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د خرابېدو لامل افغانستان بولي چې په تېره څلوېښت کلنه جګړه کې یې له امریکا د افغان جګړې او بشردوستانه مرستو په پلمه میلیاردونه ډالر ګټلي دي او له دې لارې یې قوي حکومتي بنسټونه جوړ کړي دي.
































