د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې په افغانستان کې د یو غوره دولت د رامنځته کولو لپاره په کار ده چې ا.ا ټولګډونه حکومت جوړ کړي. نوموړي د افغان او پاکستاني دیني عالمانو یوې ګډې غونډې ته په خبرو کې ویلي، دوی دا درک کوي چې ا.ا په ډېرو کمو امکاناتو هڅه کوي چې ننګونو ته رسیدګي وکړي خو په وینا یې که چېرته دوی غواړي غوره حکومتولي وکړي نو باید ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د خلکو نظرونه په پام کې ونیسي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم پاکستان ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې یو ټولګډونه دولت رامنځته کېدل به دا هېواد په یو باوري شریک باندې بدل کړي.
































