د اروپايي ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي. د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر ويلي، ژمنه کوي چې اوکراين کې د جنګي جنايتونو ټولې ادعاوې به په بې پرې توګه د قانون له احکامو سره سمې وڅېړي. هغه زياته کړې چې که جنګي جنايت ثابت کړي نو عاملين به يې له مجازاتو خلاص نه شي. دیدییه ریندر د ایټالیا لا سټامپا ورځپاڼې ته ویلي، څېړنې د هغو کسانو د شواهدو پر بنسټ کوي چې وروستيو کې د اوکراين له جګړو اروپايي هيوادونو ته تښتېدلي دي.
































