سپینې ماڼۍ ويلي، اوسني ولسمشر جو بایډن ته افغانستان کې د سولې داسې موافقه په میراث ور پاتې وه چې ط البان یې پیاوړي او جمهوريت کې د امريکا ملاتړي يې کمزوري کړي وو. د سپينې ماڼۍ دا څرګندونې د افغانستان پر بيارغونې د امريکا د ځانګړي پلټونکي د هغو ټويټونو په غبرګون کې دي چې ويلي يې وو له افغانستانه د ټولو امريکايي سرتېرو ايستل د جمهوريت د پرځيدو لوی لامل و. سيګار ادعا کړې وه چې امريکا له ط البانو سره په دوحه کې پر اصلي هوکړه ليک سربېره ځينې پټې هوکړې هم درلودې، چې دې چارې د افغانستان د تېر حکومت او امريکا تر منځ اړيکو کې بې باوري رامنځته کړې وه. سيګار دغه راز ادعا کړې وه چې هڅه يې وکړه څو د امريکا له دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو د دوحې د هوکړې ضمايم هم ترلاسه کړې، خو په وينا يې چې دا غوښتنه يې ونه منل شوه.
































