د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوی له متحده عربي اماراتو څخه بېرته کابل ته را ستون شوی دی. د لومړي مرستیال له مطبوعاتي دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ملا برادر د یاد سفر په څنډه کې د متحده عربي اماراتو له اوسني مشر خلیفه بن زاید آل نهیان سره هم لیدلي دي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې ورسره خبرې اترې کړې دي. سرچینې د آل نهیان له قوله ویلي چې ابوظبۍ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ارامۍ او دغه راز د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده. په ورته وخت کې ملا برادر هم د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې ده چې متحده عربي امارات دې افغانانو ته په دغه هېواد کې د کار زمینه برابره کړي او د ویزو په برخه کې دې ورته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. ملا برادر دغه راز له هغو افغان سوداګرو چې په اماراتو کې مېشت دي هم غوښتنه کړې ده چې خپل هېواد ته راشي او په ډاډه زړه په هره برخه کې چې وغواړي پانګونه وکړي.
































