د افغانستان وضعیت د ټولې سیمې پر ثبات اغېز کولی شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپل چینایي سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې د ثبات او امن لپاره هڅه کوي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او که چېرې په دغه هېواد کې اقتصادي سیستم پاشل کېږي نو دا به نه یوازې پر افغانستان بلکې پر ټوله سیمه خپل ناوړه اغېز ولري. د بوټو په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي. هغه تر دې وړاندې له خپل امریکایي سیال سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
































