ملګري ملتونه وايي د افغان ملکیانو وژونکي باید محاکمه کړل شي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېت مزار شریف ښار ته تللی او هلته یې له هغو ټپیانو لیدنه کړې ده چې څه موده وړاندې په یوه جومات کې د چاودنې له امله زیانمن شوي وو.
نوموړي ددې سفر پر مهال ویلي چې د ملکي وګړو وژل په ټولو نړیوالو قوانینو کې بشر ضد جنایت دی او په خبره یې هغه کسان او ډلې چې دا ډول کړنې ترسره کوي باید محاکمه کړل شي.
هغه همدا راز ټینګار کړی چې باید وسله والې ډلې پر ملکي وګړو له بریدونو او ورته چاودنو لاس په سر شي او د حکومتونو دنده ده چې دغه ډول کړۍ محاکمه کړي او د خپلو اعمالو سزا ورکړي. په مزار شریف ښار کې شاوخوا میاشت وړاندې په یوه جومات کې چاودنه وشوه چې د معلوماتو له مخې شل کسه پکې وژل شوي وو.
































