د اذربایجان او ارمنستان مشرانو د دواړو هيوادونو تر منځ د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې کړې دي. تر دې خبرو وړاندې د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د اذربایجان له ولسمشر الهام علييوف او د ارمنستان له لومړي وزير نیکول پاشینیان سره جلا – جلا کتنې درلودې. د اذربايجان ولسمشر ويلي، له ارمنستان سره د اړيکو د عادي کولو لپاره يې پنځه اساسي اصول ټاکلي دي. د ارمنستان لومړي وزير هم ويلي چې د اذربايجان له لوري ور وړاندې شوي اصول د منلو وړ دی. که څه هم د دواړو لوريو تر منځ د شويو خبرو او دغه راز وړاندې شويو اصولو په تړاو پوره جزيات نه دي ورکړل شوي خو د پاشنيان يو شمېر مخالفينو د هغه څرګندونو ته په پام سره ويلي چې ګنې ارمنستان چمتو دی څو پر نګورنو قره باغ سیمې د اذربايجان حاکميت په رسميت وپېژني. نګورنو قره باغ سيمه د اذربايجان اړوند وه چې د ارمنستان له لوري اشغال شوې وه. دا سيمه د دواړو هيوادونو تر منځ د تېر کال په جګړه کې بيرته له اذربايجان سره يو ځای شوه.
































