د افغانستان د ا.ا د عامې روغتيا وزارت وايي، په ټول هيواد کې يې د پوليو ضد واکسينو کمپاين پيل کړی چې په لړ کې به يې نږدې لسو ميليونو کم عمره ماشومانو ته واکسين او ويټامين اې ګولۍ ورسول شي. د عامې روغتيا وزارت وايي چې ياد کمپاين د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا يونيسېف په همکارۍ ترسره کيږي. د عامې روغتيا وزارت په همدې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پوليو ناروغي محوه کېدو ته نږدې شوې او د روان زيږديز کال له پيله بيا تر اوسه يې يوازې په پکتيا کې د دې ناروغۍ يوه مثبته پېښه ثبت کړې ده. خبرپاڼه زياتوي چې د ثبت شوې يوې پېښې جېنېټيکي رېښې په کويټه کې د دې ناروغۍ ثبت شويو مثبتو پېښو ته رسيږي.
































