د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۵۷۸۸۷۸۲ کسه په کرونا اخته شوي دي چې له دې ډلې ۳۵۷۴۲۵ کسه یې مړه شوي دي. همدا راز ۲۴۹۷۵۹۳ کسان له کرونا ویروس بېرته جوړ شوي هم دي. امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۴۵۸۰۳ ته رسېدلی او مړو شوو کسانو شمېر بیا ۱۰۲۱۰۷ ته رسېدلی دی. په برازیل کې ۴۱۴۶۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي همدا راز په روسیه کې بیا مثبتې پېښې ۳۷۰۴۸۰ ته رسېدلې دي. کرونا ویروس په برېتانیا کې ۳۷۴۶۰، په ایټالیا کې ۳۳۰۷۲، په فرانسه کې ۲۸۵۹۶، په هسپانیه کې ۲۷۱۱۸، په جرمني کې ۸۵۳۳ او په ایران کې یې ۷۵۶۴ کسان مړه کړي دي.
































