د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د مدني حقونو له یو شمېر ښځینه فعالانو سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ګډون کوونکو د ښځو پر وړاندې پر پرتو ننګونو خبرې کړې دي، کار او زده کړو ته یې د ښځو پر بیا ګرځېدو ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر ویلي چې د ژوند په هر ډګر کې له ملي مشارکت او د ښځو له فعال حضور څخه پرته د هېوادونو پرمختګ ناشونی دی. حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر وړاندې د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو پر ګرځېدو ټینګار کړی دی.
































