په ننګرهار کې د افغانستان د ا.ا. ځايي چارواکو ويلي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده. رسنيو د ننګرهار د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير له قوله ويلي چې په مرکز جلال اباد، مهمندرې او تورخم ښارګوټي کې يې يوه اندازه وسلې نيولې دي. ده ويلي چې د يادو وسلو د قاچاق په تور يې څلور تنه نيولي هم دي. د نيول شويو وسلو د ډول او اندازې په اړه څه نه دي ويل شوي.
































