د نړۍ شلو هېوادونو د روسیې له یرغل سره د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. د دې مرستې خبر د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټين د اوکراين د تماس ډلې له دويمې غونډې وروسته ورکړی دی. اسټين له مرستندويو هيوادونو مننه کړې او د ډنمارک او چک جمهوريتونو د مرستو ځانګړې يادونه يې کړې ده. هغه ويلي، ډنمارک ژمنه کړې چې اوکراين ته د سواحلو د ساتلو لپاره هارپون توغندي ورکړي او چک جمهوريت بيا منلې چې د جنګي چورلکو، ټانکونو او راکټي سيستمونو په ګډون خورا اساسي تجهيزات د اوکراين پوځ ته برابر کړي.
































