د امریکا د فدرالي تحقيقاتو ادارې يا ايف بي ای ويلي چې په متحدو ایالتونو کې په ډزو د خلکو د وژنې پېښې ډېرې شوې دي. ايف بي ای په خپل یوه راپور کې ویلي چې تېر کال تر سلو ډېر کسان په ډزو وژل شوي چې په دې کې پخپله بریدګر نه دي شامل. امریکا وایي دا ټولې هغه پېښې دي چې یوه بریدګر د خلکو پر ګڼه ګوڼه برید کړی دی او څو کسان یې په نښه کړي دي. ایف بي ای لیکي چې د تېر کال په پرتله دا پېښې دوه پنځوس سلنه ډېرې شوې دي خو د وړم کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي. په وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي چې تر ډېره عام خلک پکې په نښه کېږي او په انفرادي توګه ترسره کېږي چې کومه ډله یې مسوولیت نه مني.
































