کابل کې د ګازډبو د چاودنې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل امنیه قومنداني ویلي چې د کابل ښار اتلسمې امنیتي حوزې اړوندو کې د ګازو د بالونونو د چاودنې له امله دوو کسانو خپل ژوند بایللی دی. د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند نقاش سیمه کې د ګازو په پلورنځي کې د ګازو بالونونو چاودنه کړې، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
































