د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت سرپرست حنیف اتمر د یو ویډیویي کنفرانس له لارې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ډېویډ هیل سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي. په ورته وخت کې د یادې غونډې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي څو په افغانستان کې سرتاسري اوربند تامین او په ترڅ کې یې د افغان سولې پر یو سیاسي چوکاټ او نقشې بحث وشي.
































