امريکا، جاپان، استراليا، او هند د يوې څلور اړخيزې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې افغانستان بايد د ترهګرۍ د روزنې او تمويل په مرکز بدل نه شي. د يادو هيوادونو مشرانو پرون د جاپان په پلازمينه توکيو کې سره کتلي او په يوه ګډه اعلاميه کې يې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال د ۲۵۲۹ ګڼې پرېکړه ليک په عملي کېدو ټینګار کړی دی. د يادې پرېکړې پر بنسټ بايد افغان خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي او نه هم ترې د ترهګرو د روزنې او تمويل د ځای په توګه استفاده وشي. دغه پرېکړه ليک د تېر کال د اګسټ پر ۳۰ مه د روسيې او چين په غياب کې په ۱۳ مثبتو رايو تصويب شو. په دې پرېکړه ليک کې ټينګار شوی و چې د افغانستان ا.ا بايد د ټول افغانستان د کنټرول وړتيا پيدا کړي، د نړيوالو ترهګرو مخه ونيسي، اساسي او بشري حقونه رعايت کړي او که څوک غواړي چې له افغانستانه ووځي بايد مخه يې ونه نيسي. د افغانستان ا.ا د تازه خپرې شوې اعلاميې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په ځلونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد پر خلاف ونه کارول شي.
































