د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ په یاده سیمه کې برید تایید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونه له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې وو. د پوځ په وینا په برید کې درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي. په شمالي وزیرستان کې دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې د افغانستان ا.ا په منځګړیتوب د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکراتو کې پر اوربند هم توافق شوی دی. د برید پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































