سعودي عربستان وایي له پاکستان د خپل پور بېرته اخیستلو موده غځوي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سویس کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر پاکستان یې دمګړی ۳ میلیارده ډالر پور دی، چې د اخیستو موده یې پوره شوې ده، خو دوی هڅه کوي دغه موده وغځوي.
دده په خبره سعودي عربستان به ژر په دې تړاو رسمي پرېکړه اعلان کړي. پاکستان دمګړی د اسعارو له کمښت او اقتصادي ناورین سره مخ دی چې همدا اوس یې هم حکومت د نړیوال بانک، سعودي عربستان، چین او امریکا په مرستو او پورونو چلېږي.
































