امریکا د ایران د سپاه پاسداران یوه څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده. د امریکا د بهرنۍ شتمنۍ ادارې ویلي چې د سپاه دغه څانګې د تېلو په میلیون ډالري کاروبار کې برخه درلوده او دا پیسې یې بیا په ایران او سیمه کې پر نظامي فعالیتونو لګولې.
دغه کړۍ له روسانو سره هم اړیکې لري او امریکا وایي چې ورته نورې شبکې به هم په نښه کړي. امریکا داسې مهال دغه اقدام کوي چې ایران له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، تر څنګ یې د امریکا او ایران اټومي مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي. ښایي د امریکا تازه بندیزونه د مذاکراتو لړۍ ته نور خطرونه هم جوړ کړي.
































