د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر ګريګوري مېکس ويلي، متحد ايالتونه د افغانستان په اړه له خپلو متحدينو سره په ګډه کار کوي. مېکس له ازادي راډيو سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د افغانستان ا.ا د دوحې تړون مات کړي، نو امريکا به يې پر وړاندې څه وکړي، ويلي چې دا موضوع يوازې په امريکا پورې اړه نه لري، بلکې د امريکا ټول متحدين به په ګډه کار کوي ځکه په وينا يې چې ټول په افغانستان کې شريکې ګټې لري. د بهرنيو اړيکو د کمېټې يوه بل غړي مايکل کاول بيا ويلي، دوی هغه څه نه غوښتل چې اوس په افغانستان کې روان دي. ازادي راډيو د نوموړي له قوله ويلي، د ډيموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ډير غړي له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو پلويان وو، خو دا يې نه غوښتل چې پوځيان دې له قيد او شرط پرته و ايستل شي. کاول په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعيت ژوره اندېښنې ښوودلې، خو ويلي يې دي چې له دې هر څه سره سره هم فکر نه کوي چې د امريکا متحد ايالتونه بيا افغانستان ته ور وګرځي.
































