د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه پيليږي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د هند، روسيې، چين، ايران او منځنۍ اسيا د هيوادونو د ملي امنيت سلاکاران د افغانستان د وضعيت په تړاو خبرې وکړي. د پاکستان استازی هم په دې غونډه کې ګډون کوي، خو څرګنده نه ده چې اسلام اباد د ملي امنيت سلاکار او که کوم بل څوک دې غونډې ته ور استولي دي. په تاجکستان کې دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې دغه هيواد تر دې وړاندې په ځلونو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړيدو پر اړتيا ټينګار کړی دی. په ورته مهال د منځنۍ اسيا ځينو هيوادونو هم له افغانستانه د ترهګرۍ د ور خوريدو پر احتمال اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان ا.ا بيا ټولو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له حاکميته به هيڅ هيواد ته ګواښ پېښ نه شي.
































