د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالي کې د دوو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. هغه ویلي، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. نوموړي د ټپیانو روغتیایي حالت ښه بللی او زیاته کړې یې ده چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
































