د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت څخه غوښتي چې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو خپل راپور کې حقايق منعکس کړي. د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي چې متقي دغه غوښتنه پرون له بینیت سره په کتنه کې وکړه او بېنېټ هم ژمنه کړې چې په راپور کې به يې حقايق را برسيره کړي. د دې کتنې په اړه په خپله بينېټ یا د ملګرو ملتونو نورو چارواکو څه نه دي ویلي خو نوموړی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړي. ملګرو ملتونو ځکه افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د راپور جوړولو ته ملا تړلې چې د ا.ا د چارواکو له لوري پر له پسې محدودوونکو فرمانونو په نړيواله کچه جدي غبرګونونه را پارولي دي.
































