د اوکراین چارواکي وايي، روسي پوځونو د دې هېواد په ختیځ دونباس او لوهانسک سیمو کې پر ۴۰ ښارګوټو بریدونه کړي دي. چارواکي زیاتوي چې په دې بریدونو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي، ۱۲ ټپیان شوي او ۴۷ ملکي مېشت ځایونو ته زیان اوښتی دی. روسي ځواکونو له تېرې يوې مياشتې راهيسې پر دونباس د بشپړې ولکې د ټينګولو هڅه پيل کړې ده. په دې سيمه بريدونه تر هغې وروسته بيخي شديد شول چې د ماريوپول ښار په ازوفسټال کارخونه کې ايسار اوکرايني سرتېري تسليم شول او روسيې پر دغه ښار بشپړه ولکه ټينګه کړه. روسيې پر دونباس له دريو لوريو بريدونه پيل کړي او په ورڅېرمه سيمو کې يې اوکرايني سرتېري کلابند کړي دي.
































