د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اونیو کې له ایران څخه تر دوه زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي دي. دغه وزارت وايي چې د چهارشنبې په ورځ د مې پر ۲۵مه د نیمروز له پولې تر ۳۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر په زوره ایستل شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ له پیل راهیسې شاوخوا یو میلیون افغانان ایران ته کډوال شوي دي.
































