د ا.ا سرپرست حکومت وايي له یوه لیتوانیايي شرکت سره د افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورټونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي. د پاسپورت لوی ریاست ویاند شفیع الله تسل ویلي، له دې شاوخوا نیمايي پاسپورټونه وار له مخه چاپ شوي، خو د نورو چاپ دمګړۍ د ځینو ستونزو له کبله درېدلی دی. هغه د دغو ستونزو د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې. ا.ا وايي، د افغانستان مخکېني حکومت هم د لیتوانیا له یاد شرکت د پاسپورټونو د چاپ یو قرارداد درلود. د تسل په وینا تر اوسه افغانستان ته د دغو پاسپورتونو د لېږدېدو وخت او څرنګوالی هم مالوم نه دی او هڅې روانې دي چې دا ټولې ستونزې ژر حل شي. نوموړی وايي دا پاسپورټونه به په پخوانۍ بڼه او د افغانستان اسلامي جمهوریت له نښان سره چاپېږي.
































