روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر اعلان کړی دی. د یاد وزارت په خبره، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۳۰۳۶ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت زیاته کړې، په همدې موده کې د کرونا وبا له امله اته تنه مړه شوي هم دي چې ورسره له همدې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر بیا ۲۳۵ ته پورته شوی دی. یاد وزارت دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۵ کسانو د رغېدو خبره هم کوي او وایي چې تر اوسه له کرونا ناروغي ۱۲۰۹ کسان رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
































