د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د بېجینګ پر وخت نن له غرمې وروسته د چین د ملي ولسي کانګرس د ۱۳ مې دورې درېیمه کلنۍ غونډه په بریالي ډول پای ته ورسیده. د یادې غونډې په وروستیو کې د حکومت کاري راپور او د مدني قوانینو ټولګې په ګډون یو لړ مهمې پریکړې او مسودې منظور شوې دي. د شي جین پینګ په ګډون د ګوند او دولت مشرانو د یادې غونډې د پای په مراسمو کې ګدون کړی و. د چين دوه ډېرې مهمې غونډې د می په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه په جلا توګه په بېجينګ کې پرانيستل شوې چې يوه يې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه او بله يې د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه ده. د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد تر ټولو لوړ واکمن تقنيني ارګان دی. عمده دندې يې د اساسي قانون ترميم، د اساسي قانون تطبيق څارنه، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس او مرستيالانو ټاکل او داسې نور دي. د دې کانګرس استازي په بېلا بېلو ولايتونو، کورواکو سيمو، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې ښارونو، د ځانګړې ادارې سيمو او پوځونو کې د ټاکنو له لارې د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کيږي. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د سياسي مشورې لپاره تر ټولو لوړ ارګان دی. د دې ارګان عمده دندې سياسي مشورې، ديموکراتيک نظارت او په سياسي چارو کې ګډون او بحثونه کول دي. له ۱۹۹۸کال راهيسې، دغه دوه غونډې هر کال په مارچ مياشت کې په بېجينګ کې ترسره کېږي. خو سږ کال د کوويد-۱۹ ويروس او ناروغۍ له کبله دغه غونډې دوه مياشتې وځنډول شوې. مخکې به هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ زره بهرني او چيني خبريالان د دغو غونډو د پوښښ او راپور ورکولو لپاره بېجينګ ته راتلل، خو سږ کال د کوويد-۱۹ د ساري ناروغۍ له امله خبريالان د غونډو له برخوالو استازو او غړو سره د مخامخ مرکو پر ځای تر ډېره په ليکلې بڼه يا انلاين ويډيويي مرکې کوي.
































