د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، چې لویدیځ هېوادونه د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړه کې په مستقیم ډول د روسیې خلاف په جګړه بوخت دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې لویدیځ د روسیې پر ضد جګړه اعلان کړې او زیاتوي ، چې دا هېوادونه د فرهنګي مسائلو او د روسیې د شتمنیو په ګډون د هر هغه څه پر وړاندې په جګړه بوخت دي، چې په روسیې پورې تړاو لري. لاوروف همدارنګه ویلي، چې د واشنګټن د سپوږمکیو فعالیت څو چنده ډېر شوی اوهڅه کوی، چې روسیه ایساره کړي. د هغه په خبره، لویدیځ دغه راز خپلو هېوادونو ته د روسي سندرغاړو، فرهنګي څېرو او لیکوالانو په ورتګ بندیز لګولی او ښايي دا بندیز د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
































