امريکا وايي، افغانستان کې د ا.ا پر وړاندې د هيڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. د سويلي او منځنۍ اسيا په چارو کې امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډونالډ لو ويلي، امريکا د ا.ا له چارواکو سره اړيکې لري، خو دا اړيکي د هغوی د په رسميت پېژندنې په مانا نه دي. هغه ويلي چې له دې ټولو سره سره هم هيڅکله افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ نه کوي. د لو په خبره چې د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان له سولې او ثباته ملاتړ کوي خو زياتوي چې ثبات ته رسيدل هله ممکن دي چې د ا.ا مشران بشري حقونو ته درناوی او د ټولګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي. ډونالډ لو په لويديځو هيوادونو کې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په اړه ويلي چې يادې پيسې د افغانستان د خلکو دي او دوی اجازه نه ورکوي چې يا د فساد ښکار شي او يا هم پر پوځي پروژو ولګول شي.
































