د ننګرهار ځايي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګنې دغه ولايت کې د ا.ا د ملي دفاع پر سرپرست وزير مولوي يعقوب چاودنه شوې ده. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د نظام ضد کړيو او اشخاصو وروستيو کې دا اوازه خپره کړې چې ګنې د ملي دفاع پر سرپرست وزير مولوي يعقوب دغه ولايت ته د سفر پر مهال چاودنه شوې چې دی ترې روغ وتلی خو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچينه وايي، د نظام دښمنان او مغرضې کړۍ غواړي چې د ورته اوازو په خپرولو سره عامه ذهنيتونه کډوډ کړي. مولوي يعقوب پرون ننګرهار ته تللی و چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د امنيتي وضعيت ارزونه وکړه او دغه راز يې د سيمې له مشرانو او مخورو د هغوی د ستونزو په هکله معلومات واخيستل.
































