یو شمېر امریکایي سناتورانو د یو لیک په ترڅ کې د امریکا له افبيای یا د فدرال څېړنیزې ادارې څخه غوښتي چې د افغان کډوالو په اړه د څېړنې پروسه چټکه کړي. په لیک کې راغلي چې امریکا ته ورغلي او دغه راز په یو شمېر نورو هېوادونو کې بند پاتې افغانان که چېرته په امریکا کې د ژوند کولو پر شرایطو برابر وي نو نباید ډېر منتظر پاتې شي. دوی زیاته کړې ده چې افبيای دې د یادو کسانو د معلوماتو او د هغوی په اړه د معلوماتو راټولولو پروسه چټکه کړي. دا خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې په یو شمېر هېوادونو ځانګړې توګه پاکستان کې د امریکا ویزو ته په تمه افغانانو د یو لاریون په ترڅ کې شکایت کړی و چې امریکا یې په اړه جدي نه ده.
































