د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دوی د واک د انحصار نیت نه لري. نوموړي دا څرګندونې له یو شمېر افغان شعیه دیني عالمانو او مخورو سره په کتنه کې کړې دي. ملا برادر زیاته کړې ده چې د افغانستان پرمختګ د دې هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او په وینا یې، د ا.ا غېږه د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده. هغه ټینګار کړی دی چې د خلکو هوساینه او اقتصادي ثبات د ا.ا لومړیتوب دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. په ورته وخت کې شعیه عالمانو او مخورو ویلي چې دوی تل د ا. نظام ملاتړ کړی دی او هغه کړنې غندي چې روان نظام کمزوری کوي.
































