امریکا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې ازبکستان ته په دوه ورځني سفر تللی و او ددغه هېواد له چارواکو سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
دده په خبره په دا دوه ورځنی سفر یې ګټور و او ټینګار شوی چې تاشکند به له افغانستان سره مرستې ډېروي. د وېسټ په خبره دمګړی تاشکند افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو مرکز دی او په دې برخه کې یې پوره همکاري کړې ده. ویسټ دغه راز زیاتوي چې له ازبکستاني لوري سره یې د افغانستان د برېښنا پر مسئله خبرې کړې دي او دغه هېواد ژمنه کړې چې افغانستان ته به د برېښنا جریان ادامه ولري.
































