په برازیل کې سختو ورښتونو ۳۵ کسان وژلي دي. نړیوالې رسنۍ وایي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د برازيل په بېلو برخو کې سخت ورښتونه روان دي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي. راپورونه وایي چې سیلابونو تر دې دمه ۳۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
حکومتي ادارې وایي دوی اړمنو ته د مرستو په رسولو بوخت دي، خو د باران د دوام او تلفاتو د ډېرېدو احتمال شته دی. په تېره فبرورۍ میاشت کې هم په دغه هېواد کې سختو سیلابونو ۲۷۰ کسان ووژل.
































