روسیه وایي د بیزو چیچک د امریکا له لابراتوارونو وتلی دی. د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاع ځواک ویلي چې امریکا په نایجریا کې څلور بیولوژیکي لابرتوارونه جوړ کړي وو، چې وروستي ویروس یا د بېزو چیچک له همدې لابرتوارونو سرایت کړی دی.
روسیې د روغتیا له نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې په دې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او د خپلو څېړنو او پلټنو پایله له نړیوالو سره شریکه کړي. دمګړی د بیزو چیچک د نړۍ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې خپور شوی دی او ۳۰۰ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیواله اداره وایي چې دا مرض ساري دی خو خطرونه یې دومره ډېر او د اندېښنې وړ نه دي.
































