ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي. یاد پلاوی وایي، چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کرونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي. د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، تللي پلاوي د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست له چارواکو سره هم په همدې تړاو لیدنه کړې. په یاده لیدنه کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځه سوه نورو بېډونو د ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو او امکاناتو هم خبرې اترې شوې دي.
































