د افغانستان ا.ا د پوهنې وزارت ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي او دوی هڅه کوي چې د سواد زده کړې، دیني مدرسو او سیمه ییزو ټولګیو په رامنځته کولو سره ټولو افغانانو ځانګړې توګه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان له فارس اژانس سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیسلو لپاره ناستې دوام لري او ا.ا هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې هم دیني مدرسې جوړې کړي څو هیڅ افغان ماشوم له زده کړو محروم نه شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وو خو د ا.ا تر واکمنۍ وروسته له زده کړو د بې برخې ماشومانو د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.
































