د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمېټې په خپل تازه ریپوټ کې ویلي چې طا لبان او القاعده ډله لا هم ټینګې اړیکي سره لري. په راپور کې راځي چې که څه هم د افغانستان ا.ا له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې له ټولو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي خو دوی داسې شواهد موندلي چې ښیي دا دوه ډلې د پخوا په څېر ټینګې اړیکې پالي او یو بل سره تماسونه لري. راپور کاږي چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د افغانستان ا.ا له ستر مشر شیخ هبت الله اخندزاده سره بیعت تازه کړی دی. د افغانستان ا.ا تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې له افغان خاورې به هیڅ هېواد ونه ګواښل شي.
































