د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې ددې ولسوالۍ په نندسر او شونکړۍ سیمه کې پاکستاني پوځونه رامخکې شوي او پوځي تاسیسات يې جوړ کړي دي. د نرنګ اوسېدونکي پر افغان حکومت نیوکه کوي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري، پر ډېورنډ فرضي کرښې باندې د روانو سرغړونو، پوځي تحرکاتو او تاسیساتو جوړولو پر وړاندې غبرګون نه ښيي. دوی وايي مرکزي حکومت دې خلکو ته په دې اړه وضاحت ورکړي. ځکه پاکستان نه یوازې پوځي تاسیسات جوړ کړي، بلکې د شپې لخوا د خلکو کورونو ته لیزري څراغونه هم اچوي. پاکستان نه یوازې په نرنګ ولسوالۍ کې پوځي تاسیسات جوړ کړي، بلکې ددې ولایت په دانګام، سرکاڼو، څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو کې یې د ډېورنډ فرضي کرښې له صفرې نقطې څخه سر غړونې هم کړې دي.
































