د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي هغو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته لازمې اسانتیاوې برابرېږي چې غواړي په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه کوي. ملا عبدالطیف منصور دا څرګندونې د Schiller نړیوال انسـتیتیوټ ارتباطي غړو سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې د یاد انسـتیتیوټ ارتباطي غړو ویلي چې دوی به هم په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې د سترو شرکتونو د پانګونې جلبولو ژمنه کړې.
































