د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ترکیې په استانبول ښار کې له یو شمېر افغان سیاسي او مدني فعالانو سره کتلي دي. سرچینې وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې شوې دي. د سرچینې په خبره، په لیدنه کې دغه راز دواړو لوریو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره پر مذاکراتو ټینګار کړی دی. دوی ویلي چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار ټولګډونه دولت دی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هېواد او هېوادوالو د هوساینې او د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره ورترغاړې مسوولیت ادا کړي.
































