امریکا کې د کرونا وبا خورېدو له پیل تر اوسه شاوخوا ۴۱ میلیونه کسان بېکاره شوي دي. سره له دې چې دغه هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د بېرته پیل کولو او د قرنطین نه د وتلو هڅې روانې دي، دغه شمېره ښيي چې د امریکا سوداګرۍ او د خلکو ژوند ته څومره تاوان رسیدلی دی. په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړینو شمېر د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د تېرې ورځې تر سهاره له ۱۰۰ زرو اوښتی دی. یواځې تېره اونۍ ۲.۱ میلیونه کسانو د بېکارۍ د بیمې غوښتنلیکونه ډک کړي دي او هغوی چې د لومړي ځل لپاره د بېکارۍ د مرستو غوښتنه کوي لا یې هم شمېر په غیرعادي ډول ډیر زیات دی.
































