د افغانستان ا.ا ټولګټو وزارت د کابل-هرات لویې لار بیا رغونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لویه لار ۹۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د تېرو شل کلنو جګړو او درنو بار وړونکو موټرونو د تګ راتګ له امله، سخته خرابه شوې ده. د ټولګټو وزارت په خبره، دغه پروژه پر هر ۱۰۰ کیلو مترۍ وېشل شوې او پر شرایطو برابر له ټولو کورنیو شرکتونو او ملي پانګوالو غوښتنه شوې، چې خپل غوښتنلیکونه د جوزا تر ۲۵ نېټې دغه وزارت ته وسپاري. هر هغه شرکت چې ګټونکی اعلانېږي د یادې لارې بیا رغونه به کوي او حکومت به له ملي عوایدو څخه ورته بودجه برابروي او پر خپل وخت به یې رغوونکو شرکتونو ته ورکوي.
































