د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له بېوزله هېوادونو سره د کرونا وبا د مبارزې لپاره د پور مرستو غوښتنه کړې. ګوترش داسې مهال د پور غوښتنه کړې، چې یوه میاشت مخکې د جي ۲۰ سازمان غړو هېوادونو وویل، دوی چمتو دي د کال پاتې مودې لپاره د ۷۷ بېوزله هېوادونو دوه اړخیز پورونه لغوه کړي. د نړیوال بانک مشر ډېوېډ مالپاس ویلي، نږدې نیمايي هېوادونو دغه وړاندیز منلی خو په پورونو کې د اوږد مهال لپاره نرمښت ته اړتیا ده. بل لور ته په نړۍ کې د کرونا وبا ناروغانو شمېر ۵۶ لکه ۹۱ زره کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له درې نیم لکه اوښتی دی.
































