د افغانستان د ا.ا د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر نيمروز وروسته يې په کابل کې هم د بېزو د تڼاکې يا مانکي پاکس مشکوکې پېښې ثبت کړې دي. د نيمروز د کوويډ ۱۹ روغتون پرون خبر ورکړی و چې له ايرانه راستانه شوي دوه تنه يې ځکه بستري کړي چې د بېزو د تڼاکې نښې پکې ليدل شوې وې. د عامې روغتيا وزارت وياند جاويد هژیر ويلي چې تر نيمروز وروسته په کابل کې هم دوې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. هژیر ويلي، ياد کسان يې د احتیاطي تدابیرو په موخه د طبي ټیمونو تر څارنې لاندې قرنطین کړي دي. دا ناروغي د مرکزي افریقا په هېوادونو کې ډيره ده چې په وروستيو کې يې په نوره نړۍ کې هم ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي. تبه، د ستوني درد او کانګې د دې ناروغۍ لويې نښې دي.
































