د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر ویلي چې ډېر ژر به د هېواد ټولو هغو محرومو سیمو ته مخابراتي خدمات ورسېږي چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله ترې بې برخې وو. د ملا برادر له مطبوعاتي دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اترا به په نږدې راتلونکي کې د هېواد هغو برخو ته هم مخابراتي خدمات ورسوي، چې په تېرو شل کلونو کې د جګړو له کبله له خدماتو بې برخې پاتې دي. ویل کیږي، چې د دې کار لړۍ د هلمند ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه پیل شوې او ډېر ژر به د هېواد شمال کې کندوز ولایت ځینو ولسوالیو ته هم وغځېږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې مخابراتو وزارت هم ویلي وو چې ډېر ژر به د هېواد محرومو سیمو ته انټرنیټ او نور مخابراتي خدمات ورسوي.
































