د اسراييلو د ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ګواښونو له کبله دې ترکیې ته سفر نه کوي. دوی خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د سپاه پاسداران د هغه چارواکي په غچ کې اسراييلي وګړي په نښه کړي چې تېره اونۍ په تهران کې ووژل شو. دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې تازه د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قوماندان هم ویلي چې د خپل وژل شوي ډګروال حسن صیاد خدايي غچ اخلي. نوموړی د مې په ۲۲ مه تهران کې د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو. که څه هم د اسراييلو چارواکو د هغه د وژنې پر پېښه تبصره نه ده کړې خو رسنيو يې ويلي چې صياد حسن خدايي د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې پر اسراييلي اهدافو د بريدونو مسوول و. په ورته مهال د اسراييلو لومړي وزير نفتالي بنت ويلي، که ايران يا د ايران ګوډاګيان پر اسراييلي اهدافو د بريد هڅه وکړي نو درنه بيه به يې پرې کړي.
































